اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي﴾چين د ون بېلټ ون روډ پروژه د روانې پیړۍ تر ټولو لويه پروژه ګرځولې او په دې اړه كنفرنس په نړيواله كچه د چين تندۍ سره د مقبول شوي قيادت عكاسي كوي۔چين اولس مشر په بيجنګ كښې د نړيوال كنفرنس كوربتوب كوي٬د 19 هېوادونو حكومتي مشرانو په كنفرنس كښې ګډون وكړو٬دوه ورځنۍ كنفرنس به(نن)د ګل په ورځ پاې ته ورسي۔د اتوار په ورځ پېل شوي ون بېلټ ون روډ كنفرنس كښې د جنوبي كوريا او امريكې پلاويو هم ګډون وكړو دغسې د ځينې لوېديزو هېوادونو حكومتي مشرانو هم په دې كښې ګډون كولو۔كنفرنس د چينائي اولس مشر ژي جن پنګ د شاهراه رشم د پخواني روډ بحالۍ له د وژن عكاسي كوي۔په دې موقع د چين اولس مشر ووئيل په كنفرنس كښې د ټولې نړۍ لويو لارښودو ګډون كړې۔ده د روسيه اولس مشر پيوټن د تركيه اولس مشر طيب ايردوان او د فلپائن اولس مشر روډ ريګودتري سره هم ملاقاتونه كړي۔په دې موقع د چين اولس مشر ووئيل چې د 124 ارب ډالره زياته سرمايه كاري كېږي كومه چې د روانې پیړۍ تر ټولو لويه پروژه ده۔ده ووئيل پروژه به په مجموعي توګه 890 ارب ډالر سرمايه كارۍ سره 900 پروژې بشپړولې شي
چين د ون بېلټ ون روډ پروژه د روانې پیړۍ تر ټولو لويه پروژه وګرځوله
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2