اسلام آباد ۔25 مارچ (اے پی پی) د چين په پلازمينه بیجن?? كښې پاکستانی سفارت كښې د 78 مې پاكس??ان ورځې او د پاك چين سفارتي اړيكو 67 مه سالګره ??ه زړه پورې ډول لمانځلو له د استقباليې يو?? درنه دستوره ??كړې شوه۔ د اتوار په ورځ دغه ځائې څخه د ترلاسه شوي پرېس ريليز ترمخه دې دستوره ??ښی پاکستانی کمیونټۍ،غېر ملکی سفارتکارو، دابلاغ ذريعو نمائندګانو او چينائي چارواكو ګډون وكړو۔ د چين د كركيلې وزير د دستورې خاص مېلمه وو۔ بیجن?? كښې پاکستانی سفیر مسعود خالد قدرمنو مېلمنو ته هركلې وئيلو سره ??وئيل دا ورځ هر كال د مارچ په 23 مه نېټه د پاكس??ان جوړونكو عظيمو هڅو ته سلام وړاندې كولو له لمانځلې شي ولې چې په دې ورځ كال 1940 كښې قرارداد پاکس??ان منظور شو او د آزادۍ تحريك پېل شو۔ ده ووئيل د پاكس??ان او چين مشرتابه اړيكې په مضبوطو سياسي او د اقتصادي مرستې په بنياد ګټو او سوكالۍ كښې بدلې كړي دي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې خاص مېلمه د چين حكومت او اولس لخوا د پاكس??ان حكومت او اولس ته د پاكس??ان 78 مې ورځې مباركي وركړه۔ ده ووئيل چين پاكس??ان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او ددې لا مضبوطولو له به خپلې هڅې روانې ساتو۔ ده په نړيوالو فورمونو د پاكس??ان مثبت كردار ستائنه كولو سره سره د ترهګرۍ په ضد د پاكس??ان د قربانيو او كاميابو اعتراف هم وكړو۔ په دې مهال قدرمن مېلمه پاكستاني سفير او نور سفيرانو سره ??ه ګډه د سالګرې كېك كټ كړو۔ په نورو مېلمنو كښې د پی اېل اے اېئر فورس دوهم چف آف سټاف مېجر جنرل لی چن چاؤ او د شنګھائی مرستې تنظيم عمومي سېكتر راشد عليموف هم شامل وو
بیجنګ – پاكستاني سفارت كښې د پاكستان ورځې او د پاك چين اړيكو 67 مې سالګرې په موقع د استقباليې په زړه پورې دستوره
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں