اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهبازشريف د نجکارۍ د عمل لاره كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو سره د دې رفتار تندولو او د كابينې جوړېدو سره سمدستي پرائيويټائزيشن سره د اړوندو حل طلب مسئلو وړاندې كولو امر كړے او د نجكارۍ عمل كښې د شاملو ټولو ادارو بشپړه فهرست او د پېشرفت په اړه يۍ رپورټ غوښتلے دے ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف امر ??ړې دې چې د نجکارۍ د عمل رفتار دې ګړندې ??ړې شي۔ دغسې چې معيشت بحال او اولس ته ريليف وركړے شي۔ وزيراعظم د برېښنا كمپنۍ صوبو ته د سپارلو تجويز لپاره د جاج كمېټۍ جوړولو هم امر وكړو كومه به چې وزيراعظم ته خپل تجويزونه وړاندې كوي۔ غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل په خساره كښې د روانو ادارو په قيمت ادا كولو هېواد او اولس مجبور دے۔ وزيراعظم په ډاګه كړه چې معيار، سپېځلتيا او د پاکستان د ګټې له مخې به مخ په وړاندې تلل وي۔ وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې به د كاروبارونو او د اولس د بهتر خدماتو ترمينځه د مقابلې فضا جوړول وي او دې سره به دلته بهتري راځي، وزارتونه او ادارې دې د پروفيشنل ازم او جذبې څرګندونه كولو سره حل تجويز كړي، دا د پاکستان د بهترۍ سوال دے٬ په عونډ كښې د پي آئي اے، هاٶس بلډنګ فنانس کارپورېشن، فرسټ وېمن بېنك، روز وېلټ هوټل، هيوي اليکړکل کمپليکس، د برېښنا كارخانو او د تقسيم كار كمپنو، د پاکستان سټيل ملز کارپوريشن پشمول په زيان د چلېدونكو نورو ادارو د نجكارۍ عمل٬ تا??ه ترين صورتحال، تر اوسه شوې پېشرفت او د رامخې ته خنډانو تفصيلي جاج واخستو٬ ٬ د نجكارۍ وزارت سېكتر او نورو اړوند چارواكو په دې موقع غونډې ته بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم امر وكړو چې په دې معامله كښې د حكومت لخوا وړاندې كېدونكې قانوني ډله كښې موثره ??ړې شي او د قانون وزارت دې مناسب اقدامات تجويز كړي۔ په غونډه كښې سينيټر اسحاق ډار، ،مصدق ملك، شيزه فاطمه خواجه، رومينه خورشيد عالم، احد چيمه، علي پروېز ملك، رانا احسان افضل ، د منصوبه بندۍ او پرمختګ دوهم چئيرمين ډاکټر جهانزيب، د سټېټ بېنك ګورنر، د اېف بي آر چئيرمېن، د نجكارۍ سېكتر او د قانون سېكتر پشمول لوړ پورو ګډون كړې٬ او نوميالي بېنكار محمد اورنګزېب د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې غونډه٬ د نجكارۍ په عمل كښې د پېشرفت په اړه يۍ رپورټ وغوښتلو
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت