اسلام آباد ۔ 15 فروری (اے پی پی) د قامي كتاب ورځې په مناسبت بك فېئر او ادبي مېله به د اپرېل په 22 نېټه كېږي۔ پاک چائنا سېنټر كښې كېدونكې دا كتابي او علمي مېله به تر درې ورځو دوام لري۔ دا پرېكړه د شورؤ په ورځ په تاريخي او ادبي ورثه ډويژن كښې شوي يوه غونډه كښې شوې د كومې مشري چې د وزيراعظم سلاكار عرفان صديقي كوله۔ ده ووئيل بك فېئر د نېشنل بك فاؤنډېشن د ستائنې وړ روايت دے۔ كوم به چې دا ځل په نوي جوش او جذبه لمانځلې شي۔ په دې مهال د نېشنل بك فاؤنډېشن اېم ډي ډاكټر انعام الحق جاوېد د كتابونو درې ورځنۍ مېلې په اړه بريفېنګ وركړو۔ ده ووئيل د هېواد د وړومبي صف پبلشرانو او بك سېلرز په دې مېله كښې ګډون كولو كښې خوښي ښ??اره كړې۔ غونډه كښې د قامي تاريخ او ادبي ورثې سېكتر عامر حسن په شمول نورو اړوند چارواكو هم ګډون وكړو۔)
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش