اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي تاجران د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې لويې كردار ترسره كوي او د حكومت لخوا د دوي آسانۍ او مرستې لپاره هڅې روانې دي٬په نوو ضم شوو ضلعو(پخوانۍ فاټا)كښې په بېلا بېلو څانګو كښې ګڼ شمېر پرمختيائي پروژې پېل كړی شوي او د دې پروژو ګټه به د سيمې اولس ته ورسي۔صدر مملكت دا خبرې د خېبر چېمبر اف كامرس اېنډ انډسټړي پلاوي سر?? په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې صدر مملكت سر?? ملاقات كولو۔د پلاوي مشري د كے سي سي آئي صدر سيد حسن علي شاه وكړه۔پلاوي سر?? په خبرو كشې صدر مملكت ووئيل سوله ايز افغانستان به نه يوازې افغانستان بلكې ګاونډيلنو هېوادو??و لپاره هم په معاشي خوشحالۍ كښې مرسته وكړي۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا سرحدي ضلعې او په خاص توګه خېبر افغانستان سر?? د تجارت او تجارتي موقعو څخه ډېره ګټه پورته كولې شي۔ده د او آئي سي خارجه وزيرانو ك??نس?? په 17مه غېر معمولي غونډه كولو د حكومت هڅې هم وستائېلې او وې وئېل دې سر?? به په افغانستان كښې انساني مرستې لپاره د نړيوال ملاتړ ترلاسه كولو له مرسته تر لاسه شي۔پلاوي صدر مملكت افغانستان سر?? د تجارت په اړه د خپلو ستونزو نه خبر كړو۔پلاوي د وبائي رنځونو په مهال تاجرانو ته په رېليف وركولو د حكومت اقدامات هم وستائېل۔
تاجران د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې لويې كردار ترسره كوي٬د خېبرپښتونخوا سرحدي ضلعې افغانستان سره د تجارت نه ډېره ګټه ترلاسه كولې شي۔د صدر ډاكټر عارف علوي د خېبر چيمبر پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2