پاکستان د خېتز بېت المقدس او په مقبوضه فلسطين سيمو د ملګرو ملتونو د آزاد نړيوال كمېشن آف انكوائري رپورټ هركلے وكړو


اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) پاکستان د خېتز بېت المقدس او په مقبوضه فلسطين سيمو د ملګرو ملتونو د آزاد نړيوال كمېشن آف انكوائري د 12م جون كال 2024 د راپور هركلے وكړو ۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل د کميشن آف انکوائري نتيجې د جنګي جرائمو پشمول د ظالمانه سلوك د طريقه كار په توګه لوږې څخه د خلقو وژلو٬ قتل٬ قصداً په وګړو د بريدونو٬ په زور زبردستۍ منتقلۍ٬ تشدد او غېر انساني يا ظالمانه سلوك په اره د اسرائيل د سنګينو جرائمو د احتساب وخت دے۔ دې ووئيل مونږ د نړيوال ضمير څخه غوښتنه كوٶ چې ھغوي اسرائيل په سمدستي توګه او په غېر مشروط جنګ بندۍ مجبور كړي، د غزه د اولس په ضد د جنګ خاتمه ضروري ده۔ وياندې ووئيل په دې تناظر كښې پاكستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قرارداد 2735 منظوري مثبت اقدام ګرځولے او دا مستقل او تل پاتۍ جنګ بندۍ او غزه كښې د فلسطينانو د ستونزو د خاتمې اميد ګرځوي۔