اسلام آباد 25 فروری (اے پی پی)??زي??اعظم عمران خان وئېلي دي د اولسي خېرښېګړو لپاره داسې بلدياتي نظام راوستلې شي چې پكښې به بلدياتي نمائندګان خپلواكه او نيغ په نيغه اولس ته ځواب وركونكې وي٬د ګاز بلونو په اړه د ترلاسه شوو ګيلو پلټنو په رڼا كښې به د ذمه وارو په ضد كاروائي كولې شي۔ده دا خبره د ګل په ورځ د ملتان ډويژن څخه تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې كړې۔د ملاقات پھ مهال خارجه ??زي?? شاه محمود قرېشي٬سيد فخر امام٬ظهور حسېن قرېشي٬احمد حسېن ډاهر٬ملك محمد عامر ډوګر٬مخدوم زين حسېن قرېشي٬محمد ابراهيم خان٬ميا محمد ش??يق??طاهر اقبال او اورنګزېب خان كهچي هم موجود وو۔د اسمبلۍ غړو د حكومت د روغتيا٬تعليم٬غربت خاتمې او كم آمدن كسانو لپاره د كورونو روغونې پروژو او بېلو نورو څانګو لپاره شوي اصلاحات وستائېل۔ده ووئيل كركيلې څانګه كښې ټيوب ويل لپاره د برېښنا بيعه كښې كمې٬د ټريكټر بيعه كښې د كمي ګامونو څخه د كروندګرو لپاره د ايكټر په سر پیداواري لګښت كښې 2500 نه تر 3 زره روپۍ كمې راغلې كوم څخه چې د كروندګرو ډاډګيرنه شوې۔پھ دې موقع ??زي??اعظم ووئيل د اسمبلۍ غړي دې په خپلو حلقو كښې د روغتونونو دورې وكړي دغسې چې د سركاري روغتونونو څخه د معالجې كوونك?? ته معياري آسانۍ وركول باوري كړې شي۔??زي??اعظم ووئيل د كركيلې څانګه مستحكم كول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل ده٬حكومت د كركيلې په څانګه كښې جدت او في ايكړ پیداوار زياتوالي لپاره د كاروند ګرو به هر ډول مرسته كولې شي۔د قامي اسمبلۍ غړو ??زي??اعظم د انتظاميې په اړه د اولس د ګيلو څخه خبر كړو۔د ګاز او برېښنا په اړه د اولس ته په رامخې ته شوو مسئلو هم خبرې وشوې۔??زي??اعظم ووئيل د ګاز بلونو په اړه د ترلاسه شوو ګيلو پلټنې روانې دي٬د پلټنو په رڼا كښې به د ذمه وارو په ضد كاروائي كولې شي۔??زي??اعظم ټاكلې نمائندګان?? ته هدايت وكړو چې د اولس مسئلې رامخې ته كولو او د دې حل په لړ كښې متحرك كردار ادا كړي
د وزيرعظم عمران خان د ملتان ډويژن څخه تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa