د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د اټاليه سفيرې ميريلينا ارملين وليدل


اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د اټاليه سفيرې ميريلينا ارملين ليدلي٬په دې موقع په غېر قانوني توګه د اټاليه تګ هڅه كوٶنكو پاكستانيانو د داخلېدو مخه نيولو لپاره په لوظنامه هم اتفاق وكړے شو۔ وفاقي وزير په دې موقع ووئيل د بشري قاچاق لاره نيولو لپاره به شريكې مرستې ته وده وركولې شي ۔ محسن نقوي لوظنامې ته حتمي شكل وركولو لپاره اړوندو چارواكو ته په موقع احكامات هم جاري كړل ٬ د ملاقات په مهال په غېر قانوني توګه اټاليه ته د داخلېدونكو پاكستانيانو مخه نيولو لپاره په مشتركه پاليسۍ خپلولو هم اتفاق راغلو ۔