کوئټه 22 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي نړۍ هنرمند افرادي قوت ته اړتيا لري٬ د پاكستان د لسو نه تر 15 لكه ځوا??ان د نړيوال ماركيټ برخه جوړېدې شي، په قدرتي آفتونو كښې نړۍ زمونږ مرسته نه ده كړې ٬ حكومت پرېكړه كړې چې د قدرتي آفتونو مخنيوي لپاره د اړوندو ادارو پشمول نيشنل والنټيئر کور او د ځوانانو مسئلې په ګوته كولو ??پاره دې قامي يوته كونسل جوړ كړے شي او ځوا??ان دې په فېصله سازۍ كښې حصه دار كړے شي، ځوا??ان هنر منده جوړولو ??پاره انټرن شپ پروګرام پېل كوٶ، بلوچستان كښې د خرابو حالاتو باوجود ځوانانو ?? تعليم پشمول په هره څانګه كښې خپل مقام جوړ كړے كوم چې نورو لپاره رول ماډل دے، وفاقي حکومت يوازې موقعې وركولې شي خو ښه سباٶن جوړول د ځوانانو په لاسو كښې دے٬ د ترهګرۍ پشمول د دښمن د ټولو سازشونو مقابله كولو ??پاره ځوا??ان دې زمونږ د اول دستې كردار تر سره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د بلوچستان يونيورسټي آف انفارميشن ټيکنالوجي ، انجينئ??نګ اينډ منيجمنټ سائنسز كښې د ځائي ځوانانو لپاره د رسنې وړ سماجي كاروبار په عنوان د پي پي اے اېف٬ د اېن آئي سي بيوټمز او نورو ادارو په مرسته تابيا شوې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د قامي ورثه و كلتور ډويژن ايډوائزر کاشف ارشاد، د پاکستان پاورټي ايويليشن فنډ (پي پي اے اېف) چيف اېګزيکټو آفيسر نادر ګل بړيچ، د بيوټمز يونيورسټي پرو وائس چانسلر پروفيسر عبدالرحمٰن اچکزئي، مديحه اسلم، ډائريکټر اين آئي سي محمد شاه خان او نور هم مونود وو۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل د ځوانانو په حوصله ليدلو خوشحاله شوم٬ دا ھغه پاكستان دے كوم لپاره چې زمونږ مشرانو هڅې كړې وې٬ د پاكستان په جوړېدو كښې د بلوچستان ووټ مهم ٶ او دے۔ ده ووئېل د بلوچستان سباون روښانه دے٬ په تعليمي ادارو كښې د ځوانانو ??و انجونو ??وصلې څخه داسې برېښي چې د پاكستان ترقي څوك هم نشي ايسارولې۔ ده ووئيل د ځوانانو ښه سباٶن جوړولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل حکومت موقعې وركولې شي خو بهتر سباون د ځوانانو په لاسو كښې دے، كله چې د ځوانانو ??باٶن جوړ شي نو ?? سيمې٬ صوبې او هېواد سباٶن به جوړ شي۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل د وفاقي حکومت لخوا د وزيراعظم يوتھ پروګرام د لارې د سود نه پاك پور وركړے كېږي او په پاكستان كښې دوه لكه ځوا??ان دې پروګرام څخه مستفيد شوي۔ ده ووئيل نړۍ اوس د يو كلي شكل اختيار كړے چرته چې اېن آئي سي غوندې ادارې ځوانانو ??ه لارې ښائي، ده ووئېل كله چې محمد شهباز شريف د پنجاب وزيراعليٰ ٶ نو ھغه وخت ئې هم وړومبۍ پام لرنه ځوانانو ??ه وه٬ د ھغه وخت د پنجاب ايجوکيشن انډومنټ فنډ څخه مستفيد كېدونكې وړومبي ځوان چې پلار ئې د ??نګ كار كولو ??ن ھغه سرجن دے څوك چې نه يوازې خپل ځان بلكې سيمې لپاره موثره ثابتېږي۔ ده ووئيل د بلوچستان ځوا??ان او پېغلې دې نيشنل انوويشن ايوارډ كښې رجسټر كړې شي۔ده ووئيل د پاکستان په ضد د سازشونو ناكامه كولو ذمه واري د فيوچر ليډرز آف پاکستان ده۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف د پنجاب د برخې څخه 10 بېليونه روپۍ بلوچستان ته په اېن اېف سي ايوارډ كښې وركړې، كله چې په كوئټه كښې د ترهګرۍ پېښه كېږي نو نړۍ مونږ د بلوڅو٬ پښتنو يا د پنجابيانو په نامه نه بلكې د پاكستان په نامه يادوي او ليكي۔ ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې قامي يوتھ کونسل جوړوٶ چې پكښې به سل ځوا??ان او پېغلې ټاكلې كېږي۔ په دې موقع د قامي ورثه او کلچر ډويژن ايډوائزر کاشف ارشاد٬ د پي پي اے اېف چيف ايګزيکټو آفيسر نادر ګل بړيچ هم وېنا وكړه۔
نړۍ هنرمند افرادي قوت ته اړتيا لري٬ د پاكستان د لسو نه تر 15 لكه ځوانان د نړيوال ماركيټ برخه جوړېدې شي۔ د وزيراعظم يوته پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores