اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمر??ن خان به (نن) د نهې په ورځ د جولائي په 13مه نيټه د ملګرو ملتونو د لوړې كچې سياسي فورم اېچ اېل پي اېف ته وېنا كوي۔ د لوړې كچې سياسي فورم٬ تل پاتې پرمختګ لپاره 2030 په اېجنډا او د دې 17 كوټلې پرمختيائي هدفونه عملي كولو نظر ثانۍ لپاره د ملګرو ملتونو اهم پلېټ فارم دے٬ وزيراعظم به خپلې وېنا كښې د كرونا وائرس وباء٬ په اقتصادي پېشرفت كښې كمې او د موسمياتي بدلون په رامخې ته موجوده خطرو قابو موندلو لپاره وژن وړاندې كوي۔ وزيراعظم به خپلې وېنا كښې د کووډ۔19 څخه وړاندې صورتحال ته ستنېدو لپاره په نړيواله كچه د اقداماتو په غرض تجويزونه هم وړاندې كوي٬ د لوړې كچې سياسي فورم 2021 سرخط د ”کووډ۔19 وباء څخه د كوټلې ريكوري ترلاسه كول” دے، كوم چې د 2030 اېجنډے او د كوټلي پرمختګ هدفونه ترلاسه كولو لپاره ضرورې ده۔ وزيراعظم عمر??ن خان په دې موضوع په بېلا بېل نړيوالو فورمونو پرله پسې د خيالاتو څرګندونه كوي او په دې لړ كښې ئې يو شمېر عملي سفارشات هم وراندې كړې دي په كومو كښې عملدرامد هم جاري دې٬ ?? اعليٰ سطحي سياسي فورم كښې کووډ۔19 وباء څخه په موثره ډول د مخنيوي په غرض په دغه پاليسو بحث كولې شي په كومو چې عملدرامد جاري دې٬ يو شمېر هېوادونه د 2030 په اېجنډا د عملدرامد پحقله په رضاكارانه توګه نېشنل ريويو هم وړاندې كړې دې٬ ?? اعليٰ سطحي فورم د فورم په پائې كښې به د کووډ۔19 په اثراتو قابو موندو په اړه په سفارشات بېن الاوزارتي اعلاميه هم جاري كولې شي ٬ دغسې چې د نړۍ تحفظ، سماجي تحفظاتي نظام، نړيوال صحت او كوټلې او د شموليتي معيشت هدفونه ترلاسه كړې شي٬ هر كال د ملګرو ملتونو اقتصادي او سماجي كونسل تر سېوري ل اندې ?? اعليٰ كچې سياسي فورم اهتمام كېږي د كومې چې اوسنې صدر په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې منير اكرم دے ۔
وزيراعظم عمران خان به (نن) د ملګرو ملتونو د لوړې كچې سياسي فورم اېچ اېل پي اېف ته وېنا كوي
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena