اسلام آباد 28 جون (اے پي پي)د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئېلي دي د اسرائيلي ځواكونو لخوا د فلسطينيانو د قتل عام لړۍ روانه ده٬اسرائيلي پوځ د انسانيت په ضد د جرائمو مرتكب شوے ۔د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې دې ووئيل پاكستان د اسرائيلي ځواكونو د شمالي غزه په بيت لاهيا ښار د ناتارا بمبارۍ سخته غندنه كوي چې پكښې مېرمنې او ماشومان شهيدان شوي۔دې ووئيل پاكستان د اسرائيل اقدامات د غزه خلقو په خلاف جنګي جرائم ګرځوي۔دغسې وياندې د وګړو نورو وژنو مخ نيوي لپاره سمدستي او د غېر مشروط جنګ بندۍ په ضرورت زور راوړو ۔دې د هند غېر قانوني قبضه كړي جمو كشمير كښې د كشميريانو د جمهوري حقونو پرله پسې د فشار لاندې ساتلو د تشويش څرګندونه وكړه٬ دې ووئېل هندي چارواكو څو ورځې وړاندې د جمو كشمير هائي كورټ بار اېسوسي اېشن په ټاكنو بندېز لګولو سره د بار اېسوسي اېشن پخوانے صدر ميا قيوم نيولے۔وياندې ووئيل دې څخه وړاندې د لوئې اختر په موقع كشميريانو ته په سري نګر تاريخي جامع مسجد او عيدګاه كښې د اختر مونځ لپاره د راجمع كېدو اجازه نه وه وركړې شوې او ممتاز كشميرے لارښود مير واعظ عمر فاروق هم په كور كښې نظر بند كړے شوے ۔دې ووئيل دا جابرانه اقدامات د هندي چارواكو آمرانه طرز عمل يو بل مثال دے او د بنيادي آزادو او بشري حقونو خلاف ورزي ده۔وياندې ووئيل مونږ په هندي چارواكو زور راوړو چې هغوي د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو له مخې د كشميري اولس بشري حقونو او د حق خود اراديت احترام وكړي۔دې ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د جمو كشمير شخړی منصفانه او پرامن حل لپاره د كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔
پاكستان به د شخړيز كشمير حل لپاره د كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔د خارجه دفتر ويانده
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil