پینډي 31 مئي (اے پي پي)د سوئېلي وزيرستان په دوسالي سيمه كښې د ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواكونو د عمليات په مهال دوه ترهه ګر وژلي دي۔د آئي اېس پي آر له مخې امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو موجودګۍ به اطلاع د سوئېلي وزيرستان په دوسالي سيمه كښې په استخبارتي اډانه عمليات كړي۔د عمليات په مهال د امنيتي ځواكونو او ترهه ګرو ترمينځه سختې ډزې پېل شوي چې په نتيجه كښې يې دوه ترهه ګر وژل شوي٬د ترهه ګرو څخه وسله او چاودېدونكي توكي برآمد شوي۔دا ترهه ګر د امنيتي ځواكونو په ضد د ترهه ګرۍ په كاروائيو او د بې ګناه وګړو په وژنو كښې ككړ وو٬په سيمه كښې كليئرنس عمليات روان دي۔د سيمې خلكو عمليات وستائېل او ترهه ګرۍ لعنت خاتمې لپاره د بشپړه مرستې باور راكړې۔
مضمون کا ماخذ : پاور بال