اسلام آباد۔15جون(اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن د پاكستان پشمول د ټولې نړۍ حج زائرينو لپاره د نېكو هيلو او دعاګانو څرګندولو په مهال هغوي ته د خپل عزت خيال ساتلو، د حج د مناسكو حرمت په ځايې ساتلو ٬ د زغم نه كار اخستلو او د منی خېمو ته رسېدو سره ورورولۍ ته د ودې وركولو تلقين كړے دے۔ د حاجيانو په نامه د خالي په ورځ په خپل پیغام کښې وفاقي وزير باور وركړو چې ستاسو د تحفظاتو او شكايتونو ازاله كولو سره به وزارت او پاكستان حج مشن په منی كښې خپلو خېمو كښې حاجيانو ته آسانۍ وركولو سره اړوندې ټولې مسئلې حل كوي۔ وفاقي وزير زياته كړه چې زياتره پاكستاني زائرين پرامن او په منظم ډول استوګنې لري بياهم په ځينو ځايونو كښې د ناكافي ځايونو شكايتونه رامخې ته شوي دي۔ د مذهبي چارو وزارت د دې اندېښنو لرې كولو له عمله او معاونين په فوري توګه تعينات كړې دي۔ ده ووئيل سعودي حكومت د 5 ورځني مناسكو ټول انتظامات كوي له دې كبله د كوم شكايت په صورت كښې دې زائرين سعودی انتظامیه سره په 0125269600 یا 1966 تماس ونيسي دغسې چې د پېښې مسئله فوري حل باوري كړې شي۔
د وفاقي وزير سالك حسين په منیٰ كښې د صبر او ورورولۍ تلقين
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil