اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه د جمعې په ورځ ليدلي۔ د ملاقات په مهال د اطلاعاتو صوبائي وزير شرجيل انعام مېمن هم موجود ٶ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعلی مراد علي شاه په دې موقع په صوبه كښې د سېلاب ځپليو مرستې او د بحالۍ چارو كښی د شوي پېشرفت په اړه وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔ په دې موقع ده د سېلاب ځپليو په مرسته او د ويجاړ شوي انفراسټركچر بحالۍ كښې په ذاتي خوښي لرلو د وزيراعظم مننه وكړه ٬ ده د كراچۍ سرکلر رېلوے (کے سي آر) جوړولو او د تھر کول مائين پرمختګ لپاره په خاص پام كولو هم د وزيراعظم مننه وكړه۔ د ملاقات په مهال د هېواد په موجوده سايسي صورتحال هم خبرې اترې وشوې
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری