اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) وزير اعظم شهباز شريف شنګھائي مرستي تنظيم مشرانو كلني غونډه كښې ګډون لپاره په دوه ورځنۍ د ازبكستان دورې په موقع (نن) د جمعې په ورځ په سمرقند كښې مصروف ورځ تيروي۔ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوې بيان له مخې وزيرِ اعظم به د آذربائيجان صدر الهام عليوف سره ملاقات كوي،دې نه پس به وزيرِ اعظم د چين صدر شي جن پنګ سره ملاقات كوي۔ ملاقات نه پس به وزيرِ اعظم شنګھائي مرستي تنظيم كونسل آف هيډز آف سټيټس كښې ګډون لپاره كانګرس سينټر ته ځي۔ وزيرِ اعظم به د شنګھائي مرستي تنظيم مشرانو غونډي ته وينا هم كوي۔دې نه پس به وزيرِ اعظم د قزاخستان صدر قاسم جو مارټ توكايوف سره ملاقات كوي۔وزيرِ اعظم به د خپلي دورې په آخر امام بخاري مزار ته هم ځي۔
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ