اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي)د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئېلي دي پاكستان د ترهه ګرۍ پېښو او د سمندر پورې تشدد بيا سر راپورته كولو په اړه د افغانستان عبوري حكومت سره مسلسل په رابطه كښې دے ٬هيله ده چې افغان چارواكي پاكستان سره شوې لوظونه پوره كولو لپاره كار وكړي او خپله خاوره د ګاونډي هېواد په ضد كارولو له ورنه كري٬مونږ په هند كښې د انتهاخوښې قوم پرستي په عروج او د منطقې لپاره د دغې په عزائمو تشويش لرو۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال وكړه۔وياندې ووئيل د چمن په سپين بولدك سيمه كښې د پاكستان او افغانستان امنيتي ځواكونو ترمينځه د نښتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل مونږ د داسې پېښو مخ نيوي لپاره د افغانستان سره د جوړ شوي اداره جاتي طريقه كار په جاري ساتلو اتفاق كړے ۔وياندې ووئيل پاكستان د افغان چارواكو سره د دې خبرې پخلے كړے جې د وګړو تحفظ د دواړو ډلو ذمه واري ده۔دې ووئيل پاكستان د افغانستان سره د ورورولۍ اړيكې په ځاې ساتلو او د امن قيام باوري كولو لپاره عزم لري۔پاكستان د ګاونډي هېواد افغانستان پشمول د نړيوالو شراكتدارو سره خبرې اترې جاري ساتلي دغسې چې دا خبره باوري كړی شي چې د افغان خاورې څخه ترهه ګري په باكستان اثرانداز نشي۔دې هيله څرګنده كړه چې افغان چارواكي به پاكستان سره كړې لوظونه پوره كولو لپاره كار وكړي او خپله خاوره به د ګاونډي هېواد په ضد كارولو له ورنه كړي۔د پاكستان افغانستان ترمينځه د خبرو اترو په اړه د تحريك طالبان پاكستان(ټي ټي پي)مقابله كولو لپاره د چين څخه د استفادې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياندې ووئيل پاكستان او چين نزدې سټراټېجك شراكتدار دي او مونږ د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د افغانستان صورتحال پشمول د ټولو خوښۍ په چارو د يو بل سره مشوره كوو۔د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د چوكۍ سنبهالولو نه پس د غېر ملكي دورو شمېرې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې د هغو هېوادونو فهرست وړاندې كړو چې پكښې سعودي عرب(دوه ځله)متحده عرب امارات(دوه ځله)امريكا(درې ځله)چين(دوه ځله)سوئټزرلينډ٬ايران٬ ازبكستان(دوه ځله)كمبوډيا٬ازبكستان٬المان٬مصر٬انډونېزيا او سنګاپور يو يو ځل دوره شامله ده۔په پاكستان كښې د ېنديوان د هند بحريه كمانډر كلبهوشن يادي د تازه صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د هغه په دې حېثيت كښې كوم بدلون نه دې راغلے ۔وياندې ووئيل د روانې اونۍ په مهال پاكستان به د قزاخستان نائب وزيراعظم سيرك زومانګارين كوربتوب كوي چې پاكستان-قزاخستان بين الحكومتي شريك كمېشن لپاره د يو اعلٰی كچ پلاوي مشري كوي كوم چې په شريكه توګه ګټورې مرستې ته د ودې وركولو يو مهم فورم دے۔دې ووئيل په غونډه كښې به تجارت٬سرمايه كارۍ٬كركيلې٬توان٬ټرانسپورټ او صنعت٬سائنس او ټېكنالوجي٬بينكنګ٬اعلٰی تعليم او سېلګرۍ په څانګو كښې مرستې ته پام لرنه كولې شي۔وياندې ووئيل قابض چارواكي د كشميريانو ملكيتي جائيدادونه خرڅوي چې پكښې د تعليمي ادارو لپاره وقف املاك هم شامل دي
پاكستان د ترهه ګرۍ پېښو په اړه د افغان عبوري حكومت سره مسلسل په رابطه كښې دے ۔د خارجه دفتر ويانده
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب