اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي په ممنوعه فنډنګ كښې زمونږ ښكېل كؤنكے اپوزيشن خپله الېكشن كمېشن كښې ښكېل شوے دے۔ د پي ډي اېم تحريك ناكامه كېدو په سببونو به مقالې ليكلې شي۔ پی ټی آئی د خپلو كارمندانو او نورو مينه والو په نومونو ٬ پتو ٬ شناختي كارډ او د نورو كوائفو په 40 زره انټريز مشتمل تفصيلات الېكشن كمېشن كښې جمع كړې دي۔ اپوزيشن ته مشوره دا ده چې هغه دې خاموشۍ سره الېكشن كمېشن ته تللو سره د خپل فارن فنډنګ تفصيلات جمع كړي۔ ه??ه د اتوار په ورځ پي آئي ډي كښې د رېلوے وفاقي سېكرټري فرخ ??بي?? سره خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ??غه ووئيل وزيراعظم ډېر وړاندې وئيلې وو ټول كرپټ عناصر به زما په ضد يو ځائې كېږي۔ ه??ه ووئ??ل اپوزيشن په اقتدار كښې پاتې كېدو سره ادارې مفلوج كړې دي۔ ه??ه ووئيل پي ډي اېم د ماضي برخه جوړه شوې۔ د پي ډي اېم لارښود په هر يو محاذ ماتې خوړلې او هغوي د رسوائۍ نه سوا بل څه نه دي ترلاسه كړې۔ د هغوي ايجنډا ده چې دروغ دې دومره ووئيلې شي چې هغه ريښتيا په نظر راشي۔ ه??ه ووئيل دوئي د ادارو د عزت نه خبر نه دي۔ وفاقی وزیر سېنېټر شبلي فراز ووئيل مولانا فضل الرحمن وئيلي چې هغه د كوم رياست برخه نه وي نو هغه نيمګړے دے ٬ دا د روان كال لطيفه ده۔ ه??ه ووئيل د پي ډي اېم د درې مياشتو كاركردګي صفر ده۔ ډېر زر به د دې وجود هم ختم شي۔ ه??ه وئيل د پي ډي اېم د ناكامۍ نه دا ثابت شوے چې پاكستان اولس د كرپټ مشرتابه لپاره نه بلكې د كرپشن په ضد راوتلے دے۔ پارليماني سېكتر فرخ ??بي?? ووئيل پولیټیکل پارټی اېکټ او آئین ټول سياسي ګوندونه پابند جوړوي چې هغه د خپلو ګوندونو اکاؤنټس ریکارډ الېکشن کمېشن كښې جمع كړي۔ دا په ‘ پیپلز ګوند ‘ مسلم لیګ ن او جے یو آئی هم لاګو كېږي۔هغه ووئيل د سياسي ګوند د آمدن او مصاريفو ذريعو ښودل هم لازمي دي۔ دواړو ګوندونو د څلور كلونو نه الېكشن كمېشن ته كوم ريكارډ جمع كړې نه دے۔ مسلم لیګ ن خو 70 کروړه روپۍ د ميډيا په نامه اېښودلې دي دا دې ووئيلې شي چې دا پېسې كوم اېنكر يا ميډيا هاؤس ته وركړې شوې دي۔ ه??ه ووئ??ل اېن آر او اخستو له د قوم 60 لكه ډالره مارك سېګل ته وركړې شؤ دا د آصف زرداري او بې نظير لابېسټ وو۔ ??سلم لیګ ن یو کے او یو اېن كښې د لمېټډ كمپنۍ په توګھ رجسټرډ دي۔ د مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند بنياد په فارن فنډنګ وو۔ دوئي به د تېښتې لاره نه مومي۔
په ممنوعه فنډنګ كښې زمونږ ښكېل كؤنكے اپوزيشن خپله الېكشن كمېشن كښې ښكېل شوے ۔ د پي ډي اېم تحريك ناكامه كېدو په سببونو به مقالې ليكلې شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج