اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) پا??ست??ن كښې د روسيه سفير ډينيلا ګانچ وئيلي دي روسيه پاكستان كښې د ټيکنالوجۍ په اړه سرمايه كارۍ او ځ??نې ډلو سره اقتصادي مرستې له خوښي لري، روسيه د توان په څانګه كښې پاكستان سره هر ډول مرستې له چمتو دے، دواړه هېوادونه به د خپلې ګټې لپاره د مرستې په بنياد دوه اړخيزه اړېكې مخ په وړاندې بوځي،د شريكو اړيكو ??حقله د دواړو هېوادونو سباٶن روښانه دے ۔ د شورو په ورځ پي ټي وي ورلډ نيوز سره په مركه كښې ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د روسيه دوره د دوه اړخيزه مرستې ودې لپاره مهمه ده، دا دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو چارو د خبرو اترو ښه موقع وګرځي ٬ د دواړو هېوادونو د ا??لٰې قيادت مذاكرات به د شريكو اړيكو استحكام لپاره ګټور وې۔ د روسيه سفير ووئيل پا??ست??ن او روسيه يو بل ته نزدې كېږي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو ??ښې پراختيا روانه ده۔ ده ووئيل مذهب يو مقدس څيز دے٬ د ټولو عقائدو او مذهبونو احترام ضروري دېے، د يو مذهب تو??ين د رائے د ا??هار آزادي نه ده، څوك خپل نظريات په نورو د تپلو هېڅ حق نه لري۔ د روسيه سفير ووئيل روسيه او پاكستان په افغانستان كښې انساني بحران او د ترهګرۍ خاتمه لپاره ډېر څه كوي، بايد د افغانستان په بشري بنياد سمدستي مرسته وكړې شي۔ ده ووئيل د روسيه او پاكستانو ځ??اكونو ترمېنځه د پلاويو تبادلو له پرله پسې رابطې روانې دي
روسيه پاكستان كښې د ټيکنالوجۍ په اړه سرمايه كارۍ او ځينې ډلو سره اقتصادي مرستې له خوښي لري، پاکستان كښې د روسيه سفير ډينيلا ګانچ
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن