جنيوا 09 جنوري (اے پي پي) د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه وئيلي دي د سېلاب له امله سندھ صوبه زياته ځپلې شوې٬ سندھ كښې د سېلاب د زيان اندازه 9 اربه ډالره ده٬ د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره د اقدامات عزم لرو۔ د ګل په ورځ د جنيوا كنفرنس درېم سېشن كښې د ”موسمياتي بدلون په پاکستان د اثراتو” په موضوع خپلو خبرو كښې ده ووئيل د سندھ اولس سره د يووالي په څرګندونه د نړيوالې ورورولۍ مننه كوٶ٬ هيله لرو چې نړيواله ورورولي به د سېلاب ځپليو لپاره خپله مرسته جاري اوساتي۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د مرسته كوٶنكو هېوادونو او ادارو مننه كوٶ٬ ده ووئيل يو نيم كروړ سېلاب ځپلي په سمدستي توګه مرستې ته اړتيا لري، سېلاب څخه تعليمي ادارې٬ سكولونه او انفراسټركچر ته زيان رسېدلے د كومو په بحالۍ كښې چې پبلك پرائيويټ پارټنرشپ مهم كردار لوبولے شي
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن