اسلام آب??د۔26دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د قزاقستان په اکټائو سيمه كښې د آذ??با??یجان الوتكې ته په رامخې ته شوې پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د غم په دې وخت د پاكستان حكومت او اولس د آذ??با??یجان ورونړو خوېندو سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي۔ د زيارت په ورځ ?? وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د آذ??با??یجان سفارتخانې ته لاړو او د آذ??با??یجان سفير سره يۍ ملاقات وكړو۔ ده د قزاقستان په اکټائو سيمه كښې د آذ??با??یجان الوتكې ته په رامخې ته شوې پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په پېښه كښی په حق رسېدليو له د بخښنې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده د ژوبل شوو زر روغتيا له هم دعا وكړه۔ ده ووئيل چې د غم په دې وخت د پاكستان حكومت او اولس د آذ??با??یجان ورونړو خوېندو سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي۔ د آذ??با??یجان سفیر خضر فرهادوف په غمرازۍ كولو ?? وزيراعظم مننه و كړه۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې ?? وزيراعظم سفارت ته راتلل او غمرازي كول مونږ لپاره ډېر د قدر وړ خبره ده۔ وفاقی وزیر ع??اء تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمی هم وزيراعظم سره ؤ۔(
د وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان سفارتخانې دوره ٬ د الوتكې پيښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria