لاهور 23 اپرېل (اے پي پي) د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د پنجاب په ضمني انتخاباتو كښې د پارټي د ټکټونو د وېش په معامله د جاج شپږ كسيزه ريويو كمېټي جوړه كړې چې پكښې سيد يوسف رضا ګېلاني، سيد نيئر حسين بخاري، مخدوم احمد محمود، قمر زمان کائره، رانا فاروق سعيد او سيد حسن مرتضي شامل دي۔ د چيئرمېن بلاول بھټو زرداري پوليټيکل سيکرټري جميل سومرو په دې لړ كښې باقاعده اعلاميه جاري كړې ده۔ د دې نه علاوه د پارټۍ د مېنځني پنجاب لنډمهاله صدر رانا فاروق سعيد وئيلي دي چې د پارټۍ د ټكټونو په تقسيم تحفظات لرونكي چيئرمېن ته اپيل كولې شي او كومو كانديدانو ته چې ټكټ نه دې ترلاسه ھغوي خپل اپيلونه د جاج كمېټۍ غړو ته هم لېږلې شي۔ رانا فاروق سعيد ووئيل اپيلونه په اسلام آباد كښې زرداري هاٶس ته تر 25م اپرېل لېږلې كېدې شي۔ ده ووئيل چې پيپلز پارټي او د دې مشران په كاركنانو پرېكړې نه تپي بلكې په ګډه كوي۔(
بلاول بھټو د پنجاب په ضمني انتخاباتو كښې د پارټي د ټکټونو د وېش په معامله د جاج شپږ كسيزه كمېټي جوړه كړه٬ اعلاميه جاري
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر