اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف وئيلي دي پاکستان بحرېن خپل نزدې ملګرے او باوري شراكت دار ګڼي٬ د دواړو هې??ادونو ترمېنځه شريكې اړيكې په شتريك تاريخ٬ كلتور روابطو او په اولسي كچه د رابطو څخه عبارت دي ۔ وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ د بحرېن د صنعت ٬ تجارت او سېلګرۍ وزير زېد آر الزياني سره ??لاقات كښې كړې چا چې د خپل پلاوي سره ??زيراعظم سره ??لاقات كولو۔ د بحرېن په پلاوي كښې شېخ حمد بن سلمان الخلیفه بدر فرید ‘ عبدالرحمن عیسیٰ السعد ‘ سید هشان الوائی سلمان الساکن او د بحرېن نور چارواكي شامل وو۔ وزیراعظم د پاكستان او بحرېن د كاروباري موقعو په دوېم كنفرنس كښې د بحرېن د فعاله ګډون ستائنه كولو سره د بحرېن پلاوي ته پاكستان كښې د تجارت او سېلګرۍ په اړه د سرمايه كارۍ د موخو لټولو بلنه وركړه۔ ده ووئيل د دواړو هې??ادونو ترمېنځه په اقتصادي مېدان كښې مرستې سره به د ورورولۍ اړيكې لا قوي شي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل بحرېن كښې پاكستانيان د دواړو هې??ادونو ترمېنځه د انساني پل كردار لوبوي او د دواړو هې??ادونو په پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره ??وي ۔ وزیراعظم د باچا حمد بن عیسیٰ الخلیفه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د بحرین تجارت وزير د باچا حمد بن عیسیٰ الخلیفه لخوا وزیراعظم لپاره د نېكو هيلو پېغام رسولو سره ??وئيل زه د دواړو هې??ادونو ترمېنځه د اقتصادي رابطو پراختيا له د خاص مېنډيټ سره راغلې يم۔ ھغه د پاکستان سفیر په حېث د جاوېد ملك د كردار ستائنه كولو سره د اقتصادي سفارتكارۍ په اړه د ھغه د مثبت كردار ستائنه وكړه۔ د ملاقات په مهال د خزانې وزیر اسحاق ??ار ‘ د تجارت وزیر خرم دستګیر خان ‘ بحرېن كښې د پاکستان سفیر جاوېد ملك او نور سينئر چارواكي موجود وو
پاکستان بحرېن خپل نزدې ملګرے او باوري شراكت دار ګڼي
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل