پي ټي آئي د امناك احتجاج عزائم نه لرل،هغوي عمر له د مرګونو سياست كړے ٬ كه څوك مړ شوے وي نو ثبوت دې وړاندې كړي۔ د اطلاعات وفاقي وزیر عطاء الله تارر غیر ملكی میډیا له بریفنګ


اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو ، قومی ورثې او كلتور وفاقی وزیر عطاء الله تارړ وئيلي دي پي ټي آئي د امناك احتجاج عزائم نه لرل،هغوي عمر له د مړو سياست كړے،كه څوك مړ شوے وي نو ثبوت دې وړاندې كړي،ماضي كښې پي ټي آئي د عامو وګړو په جنازو د خپل ګوند بيرغونه غوړولې وو ، احتجاج په اړه په سوشل میډیا بې بنسټه خبرونه چلولې شي، پولي كلینك او پمز روغتون هم په سوشل میډیا د چليدونكو ټولو ډنډورو ترديد كړے، په مظاهرچيانو نيغ په نيغه كومې ډزې نه دې شوي، كه څوك مړ شوے وي نو ثبوت دې وړاندې كړے شي ، پي ټي آئي د انتشار ښكاره ده،د هغوي په احتجاج كښې د ګوند قیادت چرته ؤ ۔د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال سره غیر ملكی میډیا له بریفنګ وركولو كښې وفاقي د اطلاعات وزیر ووئيل وفاقی پايه تخت اسلام آباد د تيرو څو ورځو راهسې محصور ؤ ، د شر خوښو ډلي اسلام آباد كښې امن خرابول غوښتل، په داسې موقع پرتشدد احتجاج كيدو كله چې د بېلاروس پلاوې د پاكستان په دوره ؤ ۔ده ووئيل شر خوښو جديد وسله لرله، هغوي د اوښكو بهيونكې ګیس شیلز، كاڼي او ليندې هم لرلې۔ د اطلاعات وزیر ووئيل د اسلام آباد هائی كورټ حكم ؤ چې هيڅ ډول احتجاج به نه كېږي، د اسلام آباد هائي كورټ د حكم خلاف ورزۍ كولو سره دغه شر خوښو ریډ زون ته د داخليدو او د تباهۍ كولو هڅه كړې ۔ده ووئيل مونږ هغوي له سنګ جانی كښې د احتجاج كولو وړانديز وركړے ؤ چرته چې په امناك ډول احتجاج كيدلے شو ٬ خو هغوي د امناكه احتجاج اراده نه لرله۔ وفاقی وزیر عطاء الله تارړ ووئيل دوه وړځي وړاندې يو فوټیج جاري كړے شوے ؤ چې پكښې پیشه وره كسانو ته د ډزو ، وسلې ، د اوښكو بهيولو ګیس شیل، پیلټ ګنز كارولو چل ښودلے كېدو،د شر خوښو په بريد كښې رینجرز او پولیس اهلكار شهیدان شوي، د هغه شهيدانو وينه د چا په لاسونو ولټوو ؟ ده ووئيل په سوشل میډیا د دروغو بیانیه جوړه شوې چې د رینجرز ځوانان زمونږ كاركنان شهيدان كړي۔ وفاقی وزیر ووئيل د مجرم شناخت شوے،د هغه تعلق د ایبټ آباد خېبر پښتونخوا څخه دے۔ده ووئيل شر خوښو د اسلام آباد امن خرابول غوښتل، هغوي كومه اولسي مطالبه نه لرله،هغوي د خپل ليډر راخوشي كول غوښتل۔ د اطلاعات وزیر ووئيل امنيتې ځواكونو وفاقی پايه تخت كښې امن برقرار ساتلے،مونږ 37 افغان شر خوښي نيولي۔ده ووئيل افغانستان زمونږ ملګرے هېواد دے، افغانستان سره د ورورولۍ ښي اړيكې لرو خو سوال دا راپیدا كېږي چې افغان وګړي اسلام آباد كښې د سیاسی ګوند په احتجاج كښې څه كوي ؟ وفاقی وزیر ووئيل 2013ء نه تر 2017ء امن ساتلو له په لويه توګه عمليات شوي، خېبر پښتونخوا كښې امن بحال شوے ؤ ، كراچۍ كښې امن بحال شوے ؤ،د ترهه ګرۍ پېښو كښې كمے راغلے ؤ او دې نه پس د پي ټي آئي باني چیئرمېن دور پېل شو چرته چې طالبان بيرته راوستلے شو او د هغې د نتيجو سره نن مونږ مخ يو، ده وئېل نن په خېبر پښتونخوا كښې ترهه ګري پيل شوې او وزیراعلیٰ هلته امن و امان كښې كومه خوښي نه لري۔ده ووئيل كرم ایجنسۍ كښې 50 كسان مړه شوي او دوي د اسلام آباد په محاصره كښې بوښت وؤ۔ده ووئيل هېواد كښې د ترهه كرۍ ذمه وار يواځے يو كس دے كوم چې تشدد له وده وركوي۔ د اطلاعات وزیر ووئيل دا هغه ګوند دے كوم چې مذهب د وسلې په توګه استعمال كړے،د سعودي عرب په ضد د بیان وركولو د هغه څه مقصد ؤ ؟ هغه د هېواد د اولس د مذهبی جذبات سره لوبي كول غواړي،هغه مذهب د خپلو سیاسی مقاصدو لپاره كارول غواړي۔ده ووئيل شر خوښو په میډیا هاؤسز كښې د اړي ګړي هڅې كړي د كومو چې غندنه كوم۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پي ټي آئي خپل مينځ كښې انتشار سره مخ ده، د هغوي په احتجاج كښې د هغوي قیادت نه ؤ ، عاطف خان، شهرام تركئی، اسد قیصر، حماد اظهر، شیخ وقاص اكرم چرته وو ؟ علیمه خان او بشری بی بی ترمينځه وړاندې څخه جھګړا روانه وه۔ده ووئيل په سوشل میډیا د مظاهرچيانو په اړه جعلی فهرست شائع شوے،كه څوك مړ شوې وي نو ثبوت دې وړاندې كړي۔ده ووئيل پي ټي آئي په مړو سياست كول غواړي، تير وخت كښې پي ټي آئي د عامو وګړو په جنازو د خپل ګوند بيرغونه غوړولې وو ، احتجاج په اړه په سوشل میډیا د دروغو خبرونه چلېږي، پولی كلینك او پمز روغتون هم په سوشل میډیا د چليدونكو ټولو ډنډورو ترديد كړے، ده ووئېل په مظاهرچيانو نيغ په نيغه كومې ډزې نه دي شوي، كه څوك مړ شوے وي نو ثبوت دې وړاندې كړي۔ په دې موقع د اطلاعات وزیر غیر ملكی میډیا ته د اوښكو بهيونكې ګیس شیل او بيلوري هم وښودل كوم چې د احتجاج د ځاے څخه راغونډې كړې شوي۔ وفاقی وزیر ووئيل ځيني امنيتي اهلكار ژوبل شوي د سیكورټی ادارو د اړخه هيڅ ډول وسله نه ده استعمال شوې ،كه هغوي څه ثبوت لري نو وړاندې دي كړي۔ ده ووئيل سیاسی ګوند د خپل هر ايونټ ويډيو جوړوي،كه هغوي نيغ په نيغه د ډزو څه ثبوت لري نو وړاندې دي كړي۔ ده ووئيل هغوي په مصنوعي ذهانت هم ويډيو نه ده جوړه كړي،مونږ سي سي ټي وي فوټیجز لرو،هغه فوټیجز كښې ټول ریكارډ موجود دے، د امنيتي ځواكونو د اړخه نيغ په نيغه ډزې نه دې شوي ۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس