اسلام آباد۔5فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او پارليماني چارو نګران و فاقي وزير مرتضی سولنګي د ټولټاكنو 2024ء كورېج كوؤنكو ځايي او نړيوالو خبريالانو او ميډيا پرسنز آسانۍ له د ميډيا ??ېل?? لائن پرانسته وكړه۔ د ګل په ورځ په پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ كښ?? د میډیا ??ېل?? لائن پرانستې دستورې ته خطاب كښ?? د اطلاعاتو او خپرونو نګران وفاقي وزير ووئيل په 8 فروري ټولټاكنې كول اولس سره زمونږ لوظ وو٬ 17 اګست 2023ء څخه وروستو نګران حكومت د خپلو ??ورو ذمه وارو ترسره كولو سره سره د سپېځلو او بې پرې ټاكنو كولو ??ښې د ټاكنو كمېشن هر ډول مرسته وكړه۔ ده ووئيل په ټاكنو كښ?? دوه ورځې پاتې دي٬ پاكستان يو سياسي جمهوري تاريخ لري٬ په پاكستان كښ?? اولنۍ ټولټاكنې په 7 فروري 1970 كښ?? شوې وې او د ټاكنو دا عمل د دغې لړۍ يوه كړۍ ده۔ ده ووئيل د هېواد د آئين په مقدمه كښ?? ليكلي شوي دي چې دا هېواد به د دې ټاكلې شوي استازي چلوي او مونږ دې پلو روان يؤ۔ ده ووئيل د پاكستان 12 كروړه څخه زيات وګړي به د فرورۍ په 8 مه نېټه د ووټ حق كارولو سره خپل استازي وټاكي۔ ده ووئيل د ډيجيټل ميډيا په روان دور كښ?? به مونږ له خپلې د كار طريقې عصري جوړول او اپ ګرېډ كول وي۔ ده ووئيل میډیا ??ېل?? لائن پلېټ فارم كوم چې د انټرنېټ آساني لري ته رسنه به د كوم هم موبائل ٬ ټې??لټ ٬ كمپيوټر ډيوائس براؤزر د لارې ممكنه وي۔ دې څخه وړاندې دستورې ته خپل خطاب كښ?? پرنسپل انفارمېشن آفیسر ډاکټر طارق محمود ووئيل چې د ميډيا ??ېل?? لائن د لارې خبريالانو او مبصرينو ته يو آن لائن پلېټ فارم ترلاسه شوېدې چرته چې هغوي خپل شكايت درج كولې شي۔ ده ووئيل میډیا ??ېل?? لائن سره د داخله وزارت ٬ پوليس ٬ انتظاميه ٬ الېكشن كمېشن ٬ پېمرا ٬ پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ ٬ اېكسټرنل پبلسټي ونګ او د پي آئي ډي صوبائي دفترونو په شمول نورې اروندې څانګې تړلې شوې دي۔ د دې پلېټ فارم مقصد د پېښو مسئلو ??ه حل كولو ??ښې مرسته كول دي۔ ده ووئيل په 7 فروری به د الېكشن حوالې سره په پي آئي ډي كښ?? د ميډيا سېل پرانسته وكړې شي۔ ده ووئيل په نورو صوبو كښ?? به هم د پي آئي ډي په دفترونو كښ?? الېكشن سېلز جوړولې شي۔ د اطلاعاتو وزارت چارواكو په دې موقعه ووئيل د شكاياتو فوري ازالې لپاره ګامونه پورته كړې شوي دي ،ضابطه اخلاق سره د اړوندو شكايتونو ازاله به ډېر زر وكړې شي۔
نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي د ځايي او نړيوالو خبريالانو آسانۍ له د ميډيا هيلپ لائن پرانسته وكړه ٬ د ډیجیټل میډیا په روان دور كښې د كار په طريقو كښی جدت راوستل او اپ ګريډ كول ضروري دي٬ مرتضی سولنګي
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado