اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د راډيو پاکستان او د اے پي پي پېښور په ودانۍ او دفترو د بريدونو غندنه كولو سره وئيلې دي په پي ټي وي٬ پارلمان او نورو سركاري ودانيو بريدونه كول د پي ټي آئي عادت دے، تورن به نه يواځې نيولے شي بلكې دوي څخه به سركاري زيان هم راګرځولے شي ٬ دا احتجاج نه فساد او ترهګري ده۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزيرې ووئيل څنګه چې په پي ټي وي او پارلمان بريد شوے ٶ دغسې د عمران خان په وېنا نن په راډيو پاكستان او د اے پي پي په دفترو بريد شوے۔ دې ووئيل د مېرمنو پشمول په سركاري عملې تشدد٬ ورانے او املان ته زيان رسول ترهګري ده۔ مريم اورنګزېب ووئيل هند خوشحالېږي چې په كشمير خبرونه چلوٶنكي راډيو ته د عمران خان پلويانو اور ورته كړے٬ دوي ھره ھغه كار كوي چې پرې په هند كښې خوشحالۍ كېږي۔ وفاقي وزيرې ووئيل د پي ټي آئي وسله والې ډلې د چاغي يادګار او د راډيو آډيټوريم ته اور ورته كړے كوم څخه چې د دوي د ذهني حالت اندازه لګېدې شي ۔ دې ووئيل څنګه چې عمران خان هېواد او توشه خانه لوټ كړې ھغسې د عمران خان پلويان د سركاري ودانيو سامان لوټ كوي۔ وفاقي وزيرې ووئيل د راډيو پاكستان ډائرېكټر جنرل ته مې د شرخوښو په ضد د اېف آئي آر درج كولو وئيلي دي٬ شرخوښو د سركاري خپرونو بندولو هم هڅې كړې او تارونه ئې پرې كړې كوم چې سنګين رياستي جرم دے۔ وفاقي وزيرې ووئيل په لاهور كښې د قائداعظم كور په نخښه كوونكو د چاغي غوندې قامي يادګار٬ د راډيو غوندې رياستي ودانۍ حساسيت او عزت هم خيال نه دے ساتلے، ټول قام د دې ناٶړه ترهګرۍ رويې او اقدامات غندنه كوي
د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې د راډيو پاکستان او د اے پي پي پېښور په ودانۍ او دفترو د بريدونو غندنه وكړه٬ دا احتجاج نه فساد او ترهګري ده۔ مرېم اورنګزيب
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر