اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه د اليکشن په سوله ايزه ډول كولو ټول قام له مباركي وركولو سره وئيلي دي د انتخابات په سوله ايزه تابيا په دې مهمه قامي فريضه او د آئيني ذمه وارۍ په ترسره كولو كښې په كاميابۍ د لوي څښتن شكر ادا كوٶ۔ د زيارت په ورځ د قام په نامه خپل پېغام كښې چيف اليکشن کمشنر د پاکستان اولس او د ټولو ادارو پشمول د نګران وفاقي او صوبائي حكومتونو٬ سياسي ګوندونو، امنيتي ادارو،پوليس او د سول ايډمنسټرېشن، د پاکستان آرمي، د قامي ميډيا، ووټرز، ريټرنګ افسرانو، پريذائيډنګ افسرانو او د پولنګ د نورې عملې سره سره د الېكشن كمېشن د غړو٬ ملګرو او د خپلې ډلې هم مننه وكړه د چا په شپه ورځ خوارۍ سره چې دا عظيمې ذمه وارۍ په ترسره كولو كښې بريالي شوې يو۔ ده ووئيل اوس مونږ د خپلې ذمه وارۍ يوه برخه ترسره كړه ٬ د پولنګ عمل بشپړ شوے او غېر حتيمي نتيجې د جوړولو كار پېل شوے ، زه دا هيله او باور لرم چې زمونږ ريټرننګ افسران به د دې مهم كار په بشپړتيا كښې د انتهائي ذمه وارۍ څرګندونه وكړي او د نتيجو به په وخت ترتيب او ترسيل ممكن كړي
چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه د اليکشن په سوله ايزه ډول كولو قام له مباركي وركړه
مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria