اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د متحده قومي موومنټ پاکستان د قامي اسمبلۍ غړ?? ډاکټر فاروق ستار وئيلي دي هېواد د معاشي بحران نه رابهر كولو لپاره سياسي استحکام ضروري دے، ټول سياسي ګوندونه دې په ګډه د سنګين معاشي بحران نه هېواد بهر كړي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل زه د نوي سفر په پېل كولو ټولو له مباركي وركوم او هيله لرم چې نوې منتخب سپيكر او دوهم سپيكر به متانت٬ سنجيدګۍ او زيركتيا سره د ايوان كاروائي مخ په وړاندې بوځي۔ ده ووئيل د غربت او بېروزګارۍ مسئلې هېوا?? ته رامخې ته دي٬ قام معاشي بحران سره مخ دے٬ د دې بحران حل لپاره سياسي استحكام ډېر ضروري دے۔ فاروق ستار ووئيل سياسي اختلافات وي خو پارلمان له لار جوړول پكار ده۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) او اېم کيو اېم قوي بلدياتي ادارو لپاره د قانون سازۍ په لړ كښې د تفاهم په يادښت لاسليك كړے٬ د حائي حكومتونو لپاره قانون سازۍ كښې ټولو سياسي ګوندونو له زمونږ م??ست?? پكار ده۔
هېواد د معاشي بحران نه ويستلو لپاره سياسي استحکام ضروري دے، ټول سياسي ګوندونه دې په ګډه د سنګين معاشي بحران نه هېواد بهر كړي۔ ډاکټر فاروق ستار
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável