اسلام آباد 20 جنوری (اے پی پی ) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي د پاكستان سټاك ايكسچېنج(پي اېس ايكس) او چائېنيز كنسورشيم ترمينځه لوظ نامه تاريخي ده٬د سټاك ماركيټ په اړه به د چين د پوهې او تجربې څخه ګټه پورته كولې شي۔د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ پلو روان دے٬د پاكستان سباؤن روښانه دے٬د پاكستان شمېره د نړۍ په لويو معيشتونو كښې مهمه كاميابي ده٬لس كاله ??س به د پاكستان ويزې ترلاسه كولو له اوږده قطارونه ولاړ وي٬نوې نسل به زمونږ كار ياد ساتي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پاكستان سټاك ايكسچېنج كښې د پي اېس ايكس او چائېنيز كنسورشيم ترمينځه د موجوده شيئر هولډرز 40 فيصده ايكويټي اخستو د لاس ليك دستورې ته د مشر مېلمه په حېث خطاب كولو۔ دستوره كښې د پاكستان سټاك ايكسچېنج چيئرمېن منير كمال٬منيجنګ ډائرېكټر نديم نقوي٬د سېكورټي اېكسچېنج كمپنيز چيئرمېن ظفرالحق حجازي٬د ډئيويسټمنټ كمېټۍ چيئرمېن شهزاد چامډيا٬د چين سفير سن وائي ډونګ او نور هم موجود وو۔د خزانې وزير ووئيل پاكستان د پرمختګ٬څوكالۍ او خپلواكۍ په لار روان دے ٬اقتصادي پرمختګ له به د ټولو څانګو د تجاويز هركلے كولې شي۔پاكستان د معاشي پرمختګ مزل زياتولو له هر ډول قربانۍ وركولو له چمتو دے۔ده ووئيل د پي ډي اېف جوړولو سره به په هېواد كښې څوكالي راشي دغسې نړيوالو ادارو په دې فنډ كښې د خوښۍ لرلو څرګندونه كړې۔ده ووئيل سول ملټري قيادت هېواد امن ناكه جوړولو له لوظي دے٬د كراچۍ رڼاګانې بحال شوي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ځپلي 84 فيصده كډوال خپلو كورونو ته ستانه شوي۔ده ووئيل مونږ قامي پرمختګ په چارو هېڅ سمجوته نه كوو٬د هېواد د ګټې په خاطر به هر ډول خنډان لرې كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان شرح نمو د هند څخه ښه شوې۔ده ووئيل د پاكستان سټاك ماركيټ 19 زره څخه 50 زره پوائنټس ته رسولې شوې۔پاكستان سره د 5 مياشتو د درآمدات برابر زرمبادله پنګې موجود دي دغسې سي پېك كښې د سركلر رېلوے پشمول نورې پروژې شاملې كړې شي ۔ده ووئيل نړيوالو ادارو د پاكستان د منډيانو د ښه والي اعتراف كړې او پاكستان د نړۍ په ښو معيشتونو كښې شمېره مهمه كاميابي ده۔اسحاق ډار ووئيل په 2013 كښې مالياتي ادارو كښې د پاكستان ركنيت معطل شوې ؤه او د وګړو دا خيال وو چې د پاكستان معيشت بحالي د 6 كالو نه وړاندې ممكنه نه ده۔ده ووئيل مونږ معاشي ښه والي له هم د مخالفو ډلو سره مشاورت كړې۔ده ووئيل په دريو كلونو كښې د پاكستان معيشت مستحكم ګرځولې كېږي دغسې د بډو اخستو ختمولو له هم اقدامات كېږي۔د خزانې وزير ووئيل پاكستان به ډېر زر د يو ښه كردار په توګه رامخې ته شي۔ده ووئيل د پاكستانو وګړو بهر هېوادونو كښې اثاثو په اړه قوانين جوړوو دغسې پاكستان د ټېكس غلا ختمولو لپاره د او اي سي ډي ركنيت ترلاسه كړې او د او اي سي ډي فورم به راروان كال فعاله شي۔ده ووئيل مالياتي ډلې خسارې كمولو او پرمختيائي بجټ زيات كړې۔پاكستان كښې د 2.5 كروړه وګړو لپاره مائيكرو فنانس ته اړتيا ده۔سباؤن كښې به شرح نمو 6 نه تر 7 فيصد رسولې شي۔وفاقي وزير اسحاق ډار ووئيل د كے اليكټرك نجكارۍ سره اولسي ګټه كښې د نېشنل ګرېډ څخه 600 مېګاواټ برېښنا وركړې كېږي
د پي اېس ايكس او چينائي كنسورشيم ترمينځه لوظ نامه تاريخي ده٬د سټاك ماركيټ په اړه د چين د پوهې او تجربې څخه به ګټھ پورته كولې شي
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون