اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي) پاكستان او يو كرين په حكومتي نظام كښې د غوره ډول حكمرانۍ٬سپيځلتيا او بدعنوانۍ مخ نيوي باوري كولو له په ګډه كار كولو ته سلا شوي۔دا خبره پاكستان كښې د يوكرين سفير ولادي ميرلاكوموف د جمعې په ورځ پھ يوه مركه كښې وكړه۔ده ووئيل نېب او اېن اې بي يوبا د كرپشن مخ نيوي له ډېر زر د مفاهمت يادښت لاس ليك ??ړي۔ده ووئيل دواړه هېوادونه به د يو بل تجربو او ټېكلنالوجيز څخه استفاده كوي۔ده ووئيل يوكرين كښې هر سركاري ملازم اولس ته ځواب وركونكې دې او هره مياشت اېن اے بي يو ته خپل اثاثه جات او مصرف وړاندې كوي٬دې سره سركاري ملازمينو بدعنوانۍ څ??ه ساتلو كښې مرسته ترلاسه شوې۔ پاكستان سره د شريك تجارت په اړه په خپلو خبرو كښې سفير ووئيل موجوده تجارت صلاحيت څخه ډېر كم دې دغه وجه ده چې مونږ پھ راتلونكو پنځو كلونو كښې دا تجارت يو ارب ډالر ته رسول غواړو۔ده ووئيل په يوكرين كښې پنځه فيصده مسلمانان دي چا ته چې بشپړه مذهبي آزادي ترلاسه ده۔ده ووئيل يوكرين پاكستان سره دفاعي اړيكې ??ري٬په دې وروستيو كښې مو په دبئي نندارتون كښې د 600 ملين ډالر لوظ نامې لاس ليك ??ړې۔ولادي مير لاكوف د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانو او هڅو ستائنه كولو سره ووئيل پاكستان يو امن خوښونكې ??ېواد دې۔ده ووئيل منطقه كښې امن باوري كولو له بايد د پاكستان او هند ترمينځه د كشمير شخړه د كشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو ترمخه حل كړې شي۔د سي پېك په اړه ده ووئيل يوكرېن د دې موقعو جاج اخلي دغسې چې هغه هم په دې لويه منصوبه كښې شامل شي٬ د ملګرتيا اړيكو ودې له به ګوادر كښې يوكرېن فوډ ريسټورنټ جوړولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل 5 زره څخه زيات پاكستاني زده كونكي په مېډيكل٬انجينئرنګ او د سپېس ټېكنالوجي په شمول بېلو څانګو كښې د يوكرېن په پوهنتونون كښې زده كړی ترلاسه كوي
پاكستان او يو كرين په حكومتي نظام كښې د غوره ډول حكمرانۍ٬سپيځلتيا او بدعنوانۍ مخ نيوې باوري كولو له په ګډه كار كولو ته سلا شوې
مضمون کا ماخذ : گرم گرم