اسلام آباد 17 جولائی (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) لارښود دانیال عزیز وئيلي دي قاضيانو هم بيا بيا د دستاویزاتو د تصدیق پوښتنه كړې، د جے آئی ټی راپور شكمن دے كوم كښې چې حتمی رائې شامل كړې شوې نه دي۔ د جے آئی ټی راپور په اړه د س??اعت په مو??ع د سپریم کورټ په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې دانیال عزیز ووئيل د جے آئي ټي راپور كښې موجود شواهد د وړومبۍ ورځې نه ردي ګرځولې كېده او اوس قاضيانو څو ځله د دستاوېزاتو په تصديق پوښتنې پورته كړې دي۔ ده ووئيل د جے آئي ټي په راپور كښې ” سټېپني” وكيلان بيا بيا دليلونه وركوي٬ راپور كومه حتمي رائې نه لري بلكې راپور كښې ټول ابهام دي چې پكښې حقائق نظر انداز كړې شوي او هېڅ قسمه ربط په نظر نه راځي او په راپور كښې زياتره د ” موسټ لائيكلي” ټكې هم استعمال كړے شوے۔ ده ووئيل د پلټنو په مهال جے آئي ټي دا پوښتنه نه ده كړې چې ?? نېسكول كمپنۍ خاوند څوك دے او د كال 2004 دستاوېرات نه دي ثابت شوې خو د 2006 تصديق شوي۔
قاضيانو هم بيا بيا د دستاویزاتو د تصدیق پوښتنه كړې
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل