ملګري ملتونه ۔ 2 جولائی (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوبې ډاكټر مليحه لودھي وئيلي پاكستان د ت??هګرۍ مقابلې له په لويه كچه قربانۍ وركړې دي۔ ددې لعنت نوغې ويستلو له به نړيوالې ورورولۍ له لا مرسته كول وي۔ نيويارك كښې د نړيوالې ادارې هېډكوارټر كښې د ت??هګرۍ مخنيوي دوه ورځني كنفرنس په لړ كښې په مباحثه كښې د خيالاتو څرګندونې پ?? مهال دې ووئيل پاكستان د ت??هګرۍ مقابلې كولو پ?? مهال غوره كاميابۍ ترلاسه كولو له په لويه كچھ مالي او ځاني قربانۍ وركړې دي۔ د ت??هګرۍ په ضد زمونږ عزم كمزورې شوې نه دے۔ ډاكټر مليحه لودھي ووئيل د ت??هګرۍ په ضد په ټوله نړۍ كښې تر ټولو لويه كارروائي پاكستان كړې كومه كښې چې دوه لكهه امنيتي اهلكارو برخه اخستلې۔ اوس ددې كارروائۍ په راروان پړاؤ كښې د اوږدې مودې ګامونه پورته كوي۔ مليحه لودھي ووئيل پاكسان پ?? اپرېل كښې اولنې انټرنېشنل كاؤنټر ټېرارزم فورم راجوړ كړو كوم كښې چې ټولې نړۍ څخه د ت??هګرۍ مخنيوي پوهانو ٬ د زده كړې پوهانو ٬ سياسي او مذهبي لارښودو ګډون وكړو۔ ددې فورم مقصد د ت??هګرۍ په ضد سيمه ايز او نړيواله مرسته مضبوطول وو۔ دې سره سره د پاكستان نېشنل کاؤنټر ټېررازم اتھارټي د روانې مياشتې پ?? مهال اسلام آباد كښې د لوړې كچې د نړيوال کاؤنټر ټېرارزم اېکسپرټ میټنګ كوربتوب كوي۔ دې ووئيل پاكستان د ت??ھګرۍ په ضد د ګامونو په لړ كښې د معلومات او تجربې تبادلې ٬ ترھګرۍ ته د فنډنګ رسنې مخنيوي او د سائبر امنيت او قانوني مرستې په ډول څانګو كښې مرستې زياتولو له بېلو هېوادونو سره د مفاهمت يا??ښت??نه لاس ليك كړي۔ دې ووئيل پاكستان د اروپائي ائتلاف په مرسته د ت??هګرۍ مخنيوي او د انصاف رسوونكو ادارو مضبوطولو له كار كوي۔ دې په دې مهال د سلامتي كونسل په قرارداد 2396 عمل درآمد له د فعاله مېكانزم تشكيل كولو په حاجت زور راوړو۔ دې په خپل خطاب كښې ووئيل پاكستان د ټولې نړۍ وګړي ترھګرۍ څخه د ساتلو عزم لري۔ دې ووئيل مونږ ټولو له به د ت??ھګرۍ ختمولو له يو موټي كېدل وي بياهم دې مقصد لپار كارېدونكو طريقو كښې دې د قانون د حكمرانۍ او د بشري حقونو سودا ونكړې شي۔
پاكستان د ترهګرۍ مقابلې له په لويه كچه قربانۍ وركړې دي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں